دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۵
د مطلب کود : 262860
د جلغوزیو په حاصلاتو کې ۲۰٪ کمښت؛ څه دپاسه درې زره ټنه صادر شوي دي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې درې زره ټنه جلغوزي د سیمې هېوادونو، اروپا او امریکا ته صادر شوي دي. په ورته وخت کې کروندګر وايي چې سږ کال په هېواد کې د جلغوزو حاصلات شل سلنه کم شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې ویلی چې په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې ۲۲۰۰ ټنه جلغوزی چین ته صادر شوی دی.
 
هغه زياته کړه، چې د هوايي دهلېز له لارې شاوخوا ٨٠٠ ټنه د سوداګرو له خوا چين ته صادر شوي دي.
 
جواد ټینګار وکړ چې هڅه کوي د هوايي دهلېز له لارې له بېلابېلو هېوادونو سره وصل شي.
 
جاوید دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې چین په وروستیو کلونو کې د افغان جلغوزیو تر ټولو ستر بازار بلل کېږي.
 
د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند وويل چې په دې موده کې د جلغوزيو نور ٨٠٠ ټنه نور د سيمې هېوادونو، اروپا او امريکا ته صادر شوي او د جلغوزيو د صادرولو هڅې دوام لري.
 
د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د وياند د څرګندونو پر بنسټ، دوى هڅه کوي، چې سوداګرو ته د صادراتو په برخه کې لا زياتې اسانتياوې رامنځته کړي او نړيوالو بازارونو ته يې د لاسرسي زمينه برابره کړي.
 
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې په هېواد کې څه باندې درې زره ټنه جلغوزي شته چې د راتلونکي کال د ثور میاشتې مخکې باید صادر شي.
 
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل چې جلغوزي تر ډېره د ژمي په میاشتو کې مصرفېږي او ټینګار یې وکړ چې د جلغوزیو پاتې برخه باید د ثور له میاشتې مخکې صادره شي.
 
هغه غوښتنه وکړه چې اسلامي امارت دې د سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي تر څو وکولای شي خپل مالونه پر وخت بهر ته صادر کړي.
 
خو يو شمېر کروندګرو رسنيو ته ويلي، چې سږ کال په هېواد کې د جلغوزيو حاصلات شل سلنه کم شوي دي.
 
دا مهال په هېواد کې د يو کيلو جلغوزيو بيه ديارلس ډالره يا يوولس سوه افغانيو ته رسېږي. خو کله چې د چين بازارونو ته ورسيږي، بيه يې درې برابره لوړيږي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د جلغوزي کلنۍ سوداګريز ارزښت شاوخوا پنځه سوه مليونه ډالره اټکل شوى دى.
 
د يادونې وړ ده، چې وچه مېوه په ځانګړې توګه د هېواد له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد په ناخالص کورني توليد کې مهم رول لوبوي.
 
https://avapress.com/vdcjm8e8yuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته