دخپریدو نیټه :شنبه ۳ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 262766
الازهر: پوهنتونونو ته د ښځينه محصلينو پر تګ بنديز د اسلامي احکامو خلاف کار دی
د مصر د الازهر پوهنتون رییس په یوه لیک کې چې د پوهنتون په ټویټر پاڼه کې خپور شوی ویلي چې پوهنتونونو ته د ښځینه محصلینو پر تګ بندیز د اسلامي قوانینو خلاف کار دی.
افغان غږ خبری آژانس: د مصر د الازهر پوهنتون رئیس شیخ احمد الطیب دغه پریکړه د اسلامي شریعت خلاف او همدارنګه د شریعت د حکم خلاف ده، چې له زانګو څخه تر قبره پورې د زده کړې سپارښتنه کوي.
 
شیخ الازهر د حضرت فاطمه زهرا سلام الله علیها او د اسلام د یو شمیر نورو سترو میرمنو یادونه وکړه چې ټول د اسلامي تاریخ پوهان او مفسران وو.
 
د الازهر ستر شیخ زیاته کړه چې په اسلام کې له تعلیم څخه د ښځو ګوښه کول جواز نه لري او په دې برخه کې د ښځو او نارینه وو حقوق برابر دي.
 
د الازهر پوهنتون رئیس د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم وايي، په ځینو خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو اختلاط، د تعلیمي نصاب نه مراعات او د اسلامي حجاب نه مراعات د پوهنتونونو د تړلو لاملونه دي.
 
هغه دا هم وويل چې په ليليو کې د نجونو پاتې کېدل او له محرم پرته له يوه ولايت څخه بل ولايت ته تګ د لوړو زده کړو وزارت د دې پرېکړې نور لاملونه دي.
 
هغه دا هم وویل چې د انجینرۍ او کرنې په څیر پوهنځیو کې د میرمنو شتون "د دوی د عزت او وقار لپاره مناسب نه دی".
 
د سه شنبې په ورځ د اګست په ۲۹مه د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست یو مکتوب لاسلیک کړ چې له مخې یې په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړه تر بل خبرتیا پورې وځنډول شوه.
دغه اقدام له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو.
 
https://avapress.com/vdcepw8wpjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته