دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 262714
د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو لخوا د داعش پټنځای له منځه وړل شوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټري پیغام کې د داعش د یوه پټنځای د له منځه وړلو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په دې عملیاتو کې د داعش ۳ غړي وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (قوس ۳۰) په یوه ټویټ کې د داعش د پټنځای د ویجاړولو اعلان وکړ.
 
د حکومت وياند ليکلي، چې په دې عملياتو کې د "خوارج" له ډلې درې تنه وژل شوي او يو بل نيول شوى دى.
 
که څه هم مجاهد د دغه پټنځای د دقیق ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې هم په کابل ښار او نورو ځایونو کې د داعش له خوا ګڼ بریدونه تنظیم شوي وو.
 
مجاهد زياته کړه چې په دغو عملياتو کې يوه اندازه ناچاودي توکي، لاسي بمونه او درې د کلاشينکوف ډوله وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 
https://avapress.com/vdchzinik23n-qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته