کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو لخوا د داعش پټنځای له منځه وړل شوي

1 جدی 1401 ساعت 11:14

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټري پیغام کې د داعش د یوه پټنځای د له منځه وړلو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې په دې عملیاتو کې د داعش ۳ غړي وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (قوس ۳۰) په یوه ټویټ کې د داعش د پټنځای د ویجاړولو اعلان وکړ.
 
د حکومت وياند ليکلي، چې په دې عملياتو کې د "خوارج" له ډلې درې تنه وژل شوي او يو بل نيول شوى دى.
 
که څه هم مجاهد د دغه پټنځای د دقیق ځای په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې هم په کابل ښار او نورو ځایونو کې د داعش له خوا ګڼ بریدونه تنظیم شوي وو.
 
مجاهد زياته کړه چې په دغو عملياتو کې يوه اندازه ناچاودي توکي، لاسي بمونه او درې د کلاشينکوف ډوله وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 


د مطلب کود: 262714

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262714/د-اسلامي-امارت-ځانګړو-ځواکونو-لخوا-داعش-پټنځای-له-منځه-وړل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com