دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 262203
الحشد الشعبي: له عراق څخه د امریکا په وتلو سره به د داعش نښه به پاتي نه شي
د عراق د ولسي پاڅون د ادارې د ۴۱ فرقې قوماندان وايي، که امریکايي ځواکونه له دغه هېواده ووځي، نو څو ورځې وروسته به د داعش هېڅ نښه پاتې نه شي.
افغان غږ خبری آژانس: د عراق د ولسي پاڅون د ادارې د ۴۱مې فرقې قومندان قاسم الکريطي د یکشنبې په ماښام (قوس ۲۰) په عراق کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په بهیر کې د امریکا د پوځ پر ناکامیو سخته نیوکه وکړه.
 
الکریطي د «الاحد» خبري چینل ته ویلي چې امریکايي ځواکونه په عراق کې د امنیتي عملیاتو په بهیر کې نفوذ کوي او د همدې لپاره باید له دغه هیواده وایستل شي.
 
هغه د دې په بیانولو سره چې له داعش سره جنګ د عراق د ځوانانو هوډ پیاوړی کړی، څرګنده کړه: که امریکایی ځواکونه له دغه هیواده ووځی، په څو ورځو کښې به د داعش هیڅ نښه پاتې نشی.
 
د الحشد الشعبی دغه قوماندان دې ته په اشارې سره چې ځینې سیاستوال نه غواړی د عراق په ځینو سیمو کښې امنیت ټینګ شی ځکه چې دوی د بحرانونو په رامینځته کولو سره ګټه کوي.
 
الکریطی هم دې ته په اشارې سره چې داعش په عراق کښې زیات شمیر خلک وژلی دی، وویل: په لویدیځو ولایتونو کښې مو د داعش په خلاف ګڼ شمیر ډله ایز قبرونه موندلی دی.
 
سږ کال په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې د ماتې پنځمه کلیزه لمانځل کیږي. د مقاومت یوشمیر قوماندانانو او عراقی سیاستوالو له داعش سره په مبارزې کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ملاتړ له امله له تهران څخه مننه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcawunue49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته