کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

الحشد الشعبي: له عراق څخه د امریکا په وتلو سره به د داعش نښه به پاتي نه شي

21 قوس 1401 ساعت 13:44

د عراق د ولسي پاڅون د ادارې د ۴۱ فرقې قوماندان وايي، که امریکايي ځواکونه له دغه هېواده ووځي، نو څو ورځې وروسته به د داعش هېڅ نښه پاتې نه شي.


آوا: د عراق د ولسي پاڅون د ادارې د ۴۱مې فرقې قومندان قاسم الکريطي د یکشنبې په ماښام (قوس ۲۰) په عراق کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په بهیر کې د امریکا د پوځ پر ناکامیو سخته نیوکه وکړه.
 
الکریطي د «الاحد» خبري چینل ته ویلي چې امریکايي ځواکونه په عراق کې د امنیتي عملیاتو په بهیر کې نفوذ کوي او د همدې لپاره باید له دغه هیواده وایستل شي.
 
هغه د دې په بیانولو سره چې له داعش سره جنګ د عراق د ځوانانو هوډ پیاوړی کړی، څرګنده کړه: که امریکایی ځواکونه له دغه هیواده ووځی، په څو ورځو کښې به د داعش هیڅ نښه پاتې نشی.
 
د الحشد الشعبی دغه قوماندان دې ته په اشارې سره چې ځینې سیاستوال نه غواړی د عراق په ځینو سیمو کښې امنیت ټینګ شی ځکه چې دوی د بحرانونو په رامینځته کولو سره ګټه کوي.
 
الکریطی هم دې ته په اشارې سره چې داعش په عراق کښې زیات شمیر خلک وژلی دی، وویل: په لویدیځو ولایتونو کښې مو د داعش په خلاف ګڼ شمیر ډله ایز قبرونه موندلی دی.
 
سږ کال په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې د ماتې پنځمه کلیزه لمانځل کیږي. د مقاومت یوشمیر قوماندانانو او عراقی سیاستوالو له داعش سره په مبارزې کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ملاتړ له امله له تهران څخه مننه کړې ده.
 


د مطلب کود: 262203

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262203/الحشد-الشعبي-له-عراق-څخه-د-امریکا-په-وتلو-سره-داعش-نښه-پاتي-نه-شي

آوا
  https://www.avapress.com