افغان غږ خبری آژانس - کابل: عبدالسلام جواد؛ د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې څرګنده کړه چې افغانستان د ۱۴۰۱ کال په لومړیو شپږو میاشتونو کې د ۵ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي و ایران اسلامي جمهوریت ته صادر کړي دي.
ښاغلي جواد زیاته کړه، اسلامي امارت په ځانګړې توګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې صادرات زیات کړي او د روان کال تر پایه به ایران ته د صادراتو کچه د تېرو کلونو په پرتله زیاته شي.
د جواد د څرګندونو پر بنسټ، د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان په صادراتي توکو کې پنبه، ممیز، بادام، پنبه او زیره شامل دي.
ده همداراز څرګنده کړه چې په دې بهير کې افغان سوداګرو د ايران له اسلامي جمهوريت څخه د ٣٥١ مليونو ډالرو په ارزښت توکي چې ډيزل او پټرول، مايع ګاز، سمنټو او بريښنا په کې شامل دي وارد کړي دي.
جواد زیاته کړه، اسلامي امارت په ځانګړې توګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي له خپل لویدیځ ګاونډي سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
هغه څرګنده کړه: په دغه کتنه کښې چې د صنايعو او سوداګرۍ د سرپرست وزير نورالدين عزيزي او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د استازي حسن کاظمي قمي ترمنځ ترسره شوه، د سوداګريزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وشو.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې نوموړي په تېرو اتو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل چې په دې موده کې افغان سوداګر د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
له بلې خوا امیرخان متقي؛ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سید حسن مرتضوي سره په کتنه کې؛ په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال ټینګار وکړ چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې وخت رارسېدلی دی.
متقي د ايران له حکومت څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزيت په برخه کې زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
سید حسن مرتضوي هم ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ومو غوښتل چې په دې اړه د سوداګرۍ او صنایعو خونې نظر واخلو. خو له پرله پسې زنګونو سره سره بریالي نه شو.