کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران سره د ۳۵۰ میلیونو ډالرو سوداګري؛ د سوداګرۍ وزارت: د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅه کوو

19 قوس 1401 ساعت 15:02

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي، د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ څه باندې ۳۵۰ میلیونه ډالره سوداګري شوې او اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان او ایران تر منځ سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.


آوا - کابل: عبدالسلام جواد؛ د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند د آوا له خبریال سره په خبرو کې څرګنده کړه چې افغانستان د ۱۴۰۱ کال په لومړیو شپږو میاشتونو کې د ۵ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي و ایران اسلامي جمهوریت ته صادر کړي دي.
 
ښاغلي جواد زیاته کړه، اسلامي امارت په ځانګړې توګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې صادرات زیات کړي او د روان کال تر پایه به ایران ته د صادراتو کچه د تېرو کلونو په پرتله زیاته شي.
 
د جواد د څرګندونو پر بنسټ، د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان په صادراتي توکو کې پنبه، ممیز، بادام، پنبه او زیره شامل دي.
 
ده همداراز څرګنده کړه چې په دې بهير کې افغان سوداګرو د ايران له اسلامي جمهوريت څخه د ٣٥١ مليونو ډالرو په ارزښت توکي چې ډيزل او پټرول، مايع ګاز، سمنټو او بريښنا په کې شامل دي وارد کړي دي.
 
جواد زیاته کړه، اسلامي امارت په ځانګړې توګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي له خپل لویدیځ ګاونډي سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
 
هغه څرګنده کړه: په دغه کتنه کښې چې د صنايعو او سوداګرۍ د سرپرست وزير نورالدين عزيزي او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د استازي حسن کاظمي قمي ترمنځ ترسره شوه، د سوداګريزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وشو.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د آوا له خبریال سره په خبرو کې نوموړي په تېرو اتو میاشتو کې د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړ او ویې ویل چې په دې موده کې افغان سوداګر د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.
 
له بلې خوا امیرخان متقي؛ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سید حسن مرتضوي سره په کتنه کې؛ په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال ټینګار وکړ چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې وخت رارسېدلی دی.
 
متقي د ايران له حکومت څخه وغوښتل چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزيت په برخه کې زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
 
سید حسن مرتضوي هم ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
ومو غوښتل چې په دې اړه د سوداګرۍ او صنایعو خونې نظر واخلو. خو له پرله پسې زنګونو سره سره بریالي نه شو.
 


د مطلب کود: 262094

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262094/له-ایران-سره-د-۳۵۰-میلیونو-ډالرو-سوداګري-سوداګرۍ-وزارت-پراختیا-لپاره-هڅه-کوو

آوا
  https://www.avapress.com