دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 262073
روسیې یو ځل بیا اوکراین ته د لویدیځ د وسلو د مرستو د دوام په اړه خبرداری ورکړ
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا خبرداری ورکړی، چې د امریکا او متحدینو له خوا اوکراین ته د وسلو استول به د دغو هېوادونو لپاره ناوړه پایلې ولري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د روسیې جګپوړی ډیپلومات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل: موږ د امریکا او د هغې د متحدینو دغه ټول جنایتکارانه کړنې په دقت سره ثبتوو او د دغو کړنو ترسره کول به ښکېلو خواوو ته به ښه عواقب ونه لری.
 
پر اوکراین د روسیې د برید له پیل راهیسې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات له لویدیځ او په ځانګړې توګه د امریکا متحدو ایالتونو دغه هېواد ته استولي دي.
 
په اوکراین کې د جګړې په ختمیدو او له دغه هیواد سره د لویدیځو هیوادونو د مرستو په دوام سره روسیې په ځلونو د لویدیځو هیوادونو کړنې جنایتکارې بللي او د دریمې نړیوالې جګړې د پیلیدو له خطرناکو پایلو سره مخ کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcfe0d0mw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته