کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روسیې یو ځل بیا اوکراین ته د لویدیځ د وسلو د مرستو د دوام په اړه خبرداری ورکړ

19 قوس 1401 ساعت 11:07

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا خبرداری ورکړی، چې د امریکا او متحدینو له خوا اوکراین ته د وسلو استول به د دغو هېوادونو لپاره ناوړه پایلې ولري.


آوا - کابل: د روسیې جګپوړی ډیپلومات د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل: موږ د امریکا او د هغې د متحدینو دغه ټول جنایتکارانه کړنې په دقت سره ثبتوو او د دغو کړنو ترسره کول به ښکېلو خواوو ته به ښه عواقب ونه لری.
 
پر اوکراین د روسیې د برید له پیل راهیسې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات له لویدیځ او په ځانګړې توګه د امریکا متحدو ایالتونو دغه هېواد ته استولي دي.
 
په اوکراین کې د جګړې په ختمیدو او له دغه هیواد سره د لویدیځو هیوادونو د مرستو په دوام سره روسیې په ځلونو د لویدیځو هیوادونو کړنې جنایتکارې بللي او د دریمې نړیوالې جګړې د پیلیدو له خطرناکو پایلو سره مخ کړی دی.
 


د مطلب کود: 262073

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/262073/روسیې-یو-ځل-بیا-اوکراین-ته-د-لویدیځ-وسلو-مرستو-دوام-په-اړه-خبرداری-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com