افغان غږ خبری آژانس: د انګلستان لومړي وزیر ریشي سونک ویلي: دا په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده چې د «خود غرضه اقلیت» په مظاهرو سره د خلکو ژوند ګډوډ شي. نن مې له امنيه قوماندانانو سره وکتل او ورته مې وويل چې د غير قانوني لاريونونو د ځپلو لپاره زما بشپړ ملاتړ لري.
هغه وويل: "خلک دغو ګډوډيو ډېر ځپلي دي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې قانون ماتوونکي د قانون ځواک احساس کړي."
ریشي سونک په ایران کې د لاریونونو په اړه په یو بل ډول تبصره وکړه او زیاته یې کړه: ایراني مظاهره چیان اوس هم مظاهرې کوي او ځپل کیږي، خو ایراني میرمنو بې حده زړورتیا ښودلې ده.
د نور نیوز د راپور له مخې، رشي سنک هم ښه پوهیږي چې د سړکونو لاریونونه د خلکو امنیت ته ستونزې جوړوي او د دوی ژوند ګډوډوي، خو کله چې د ایران خبره راځي، دوی د پاڅون انقلاب بولي، دا هغه دوه ګونی چلند دي چې د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو هم لري.