دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۱
د مطلب کود : 261264
د یوناما مرستیال له تاجکستان او ازبکستان څخه لیدنه وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ماموریت مرستیال مارکس پوتزل د سیمه ییزو همکاریو په اړه د خبرو لپاره تاجکستان او ازبکستان ته سفر کړی دی. ويل شوي چې له افغانستان سره د سيمه ييزو همکاريو پياوړتيا د دغه سفر يو مهم لامل بلل کېږي.
افغان غږ خبری آژانس: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په افغانستان کې د دغه سازمان مرستیال مارکس پوتزل د سیمه ییزو همکاریو په اړه د خبرو په موخه تاجکستان او ازبکستان ته سفر کړی دی.
 
په اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلی پوتزل به د دغه سفر په ترڅ کې د تاجکستان او ازبکستان د حکومتونو له چارواکو سره له افغانستان سره د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
 
که څه هم تر اوسه د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي د سفر په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو ویل کېږي چې ښاغلی پوتزل پرون (عقرب ۲۹) دوشنبې ته ورسېد.
 
تاجکستان او ازبکستان ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پلاوي د مرستیال سفر په داسې حال کې کېږي، چې تېره اوونۍ د افغانستان او سیمې د ګاونډیو هېوادونو په حضور کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د مسکو غونډه جوړه شوه.
 
https://avapress.com/vdcg3q9xtak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته