آوا: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې په افغانستان کې د دغه سازمان مرستیال مارکس پوتزل د سیمه ییزو همکاریو په اړه د خبرو په موخه تاجکستان او ازبکستان ته سفر کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې ښاغلی پوتزل به د دغه سفر په ترڅ کې د تاجکستان او ازبکستان د حکومتونو له چارواکو سره له افغانستان سره د سیمه ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.
که څه هم تر اوسه د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي د سفر په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو ویل کېږي چې ښاغلی پوتزل پرون (عقرب ۲۹) دوشنبې ته ورسېد.
تاجکستان او ازبکستان ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پلاوي د مرستیال سفر په داسې حال کې کېږي، چې تېره اوونۍ د افغانستان او سیمې د ګاونډیو هېوادونو په حضور کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د مسکو غونډه جوړه شوه.