افغان غږ خبری آژانس: په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی وايي، د افغان تولیداتو نندارتون په هند کې په ۲۲ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
هغه زیاته کړه: دغه نندارتون د افغان سوداګرو لپاره ځانګړی ارزښت لري او په دې نندارتون کې به نه یوازې د خپلو تولیداتو او محصولاتو د ودې لپاره کار وکړي، بلکې د نړۍ له بېلابېلو سوداګرو او بازارونو سره به وصل شي.
د دغه نندارتون يو شمېر ګډونوال هم وايي، چې د دا ډول نندارتونونو جوړول د هېوادونو د توليداتو له ودې سره مرسته کوي.
د غونډې يو تن ګډونوال صديق الله پوپلزي وويل: که سوداګر په هند کې افغاني محصولات وپلوري، سوداګر او کروندګر به ترې ګټه واخلي.
یوه هندي تبعه چې د افغاني محصولاتو له نندارتون څخه یې لیدنه کړې وه وویل: افغاني مېوې ډېرې ښې دي، په تېره بیا انځر، اپارت او بادام او داسې نور چې دلته د کاغذي بادامو په څېر شته، ټول ډېر ښه دي، موږ یې د یوه کال لپاره له موږ سره ساتو. او د ډالۍ په توګه یې ورکړئ." موږ یې ورکوو او دا خورا ګټور دی."
په همدې حال کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې افغان سوداګرو ته د هند د ویزې ترلاسه کول ستونزمن شوي او ټینګار کوي چې سوداګرو ته باید اسانتیاوې برابرې شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خانجان الکوزی وايي: «سوداګر د ویزې او د ملکیتونو د انتقال له ستونزو سره مخ دي.