دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 261055
سعودي عربستان له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه
د مسکو د مشورتي ناستې په څنډه کې په روسیه کې د سعودي عربستان سفیر له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه. ده د هېواد د اوسنيو شرايطو په سخت بيانولو سره د دغو شرايطو د پايلو په کمولو کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د مرکزي رول قدرداني وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: په روسیه کې د سعودي عربستان سفیر "عبدالرحمن الاحمد" نن چهارشنبه - د افغانستان د امنیت او ثبات په ملاتړ او د تروریزم او افراطیت په ټولو بڼو د غندلو په برخه کې د خپل هېواد پر دریځ ټینګار وکړ.
 
الاحمد د افغانستان په اړه د مسکو د مشورتي غونډې په څنډه کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "عربستان په افغانستان کې د امنیت او ثبات پر اړتیا ټینګار کوي او ترهګري په ټولو ډولونو غندي."
 
په ورته وخت کې هغه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د رغنده رول ستاینه وکړه، چې په دې برخه کې یې پایلې کمې کړې دي.
 
د سعودي سفير زياته کړه: افغانستان له سختو شرايطو سره لاس او ګرېوان دى او د دغه هېواد روغتيايي سيسټم د سقوط په حال کې دى. نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د مرستې لپاره پراخې هڅې وکړي.
 
د افغانستان په اړه د مسکو په نننۍ مشورتي غونډه کې روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون لري. پخوانۍ غونډه د تېر کال د اکټوبر په ۲۰ نېټه شوې وه. په دې غونډه کې داسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو هیئت هم حضور درلود، خو اسلامي امارت ته د ۲۰۲۲ کال د نومبر د میاشتې په ۱۶ نیټه په غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مسکو ناسته د افغانستان له حضور پرته نیمګړې بللې ده.
 
https://avapress.com/vdcenz8wnjh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته