کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي عربستان له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه

26 عقرب 1401 ساعت 10:48

د مسکو د مشورتي ناستې په څنډه کې په روسیه کې د سعودي عربستان سفیر له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه. ده د هېواد د اوسنيو شرايطو په سخت بيانولو سره د دغو شرايطو د پايلو په کمولو کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د مرکزي رول قدرداني وکړه.


آوا: په روسیه کې د سعودي عربستان سفیر "عبدالرحمن الاحمد" نن چهارشنبه - د افغانستان د امنیت او ثبات په ملاتړ او د تروریزم او افراطیت په ټولو بڼو د غندلو په برخه کې د خپل هېواد پر دریځ ټینګار وکړ.
 
الاحمد د افغانستان په اړه د مسکو د مشورتي غونډې په څنډه کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "عربستان په افغانستان کې د امنیت او ثبات پر اړتیا ټینګار کوي او ترهګري په ټولو ډولونو غندي."
 
په ورته وخت کې هغه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د رغنده رول ستاینه وکړه، چې په دې برخه کې یې پایلې کمې کړې دي.
 
د سعودي سفير زياته کړه: افغانستان له سختو شرايطو سره لاس او ګرېوان دى او د دغه هېواد روغتيايي سيسټم د سقوط په حال کې دى. نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د مرستې لپاره پراخې هڅې وکړي.
 
د افغانستان په اړه د مسکو په نننۍ مشورتي غونډه کې روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون لري. پخوانۍ غونډه د تېر کال د اکټوبر په ۲۰ نېټه شوې وه. په دې غونډه کې داسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو هیئت هم حضور درلود، خو اسلامي امارت ته د ۲۰۲۲ کال د نومبر د میاشتې په ۱۶ نیټه په غونډه کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مسکو ناسته د افغانستان له حضور پرته نیمګړې بللې ده.
 


د مطلب کود: 261055

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/261055/سعودي-عربستان-له-افغانستان-سره-د-نړیوالې-ټولنې-مرستو-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com