افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۲۳ مه په استانبول کې له چاودنې یوه ورځ وروسته چې لږ تر لږه ۶ تنه پکې ووژل شول، وویل چې هېواد یې د کوباني له کرد ترهګرو د امریکا د ملاتړ له امله د واشنګټن خواشیني پیغام نه مني.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه:«موږ د امریکا خواخوږي ردوو».
هغه زیاته کړه چې د ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) او د هغه ځینې متحدین چې د متحده ایالاتو لخوا یې ملاتړ کیږي د استانبول د قتل عام مسؤل دي.
سليمان سيلو يادونه وکړه چې د چاودنې عامل پرون نيول شوى دى.
هغه ټینګار وکړ چې د لومړنیو ارزونو پراساس دغه بریدګر د (عفرین) له لارې ترکیې ته داخل شوی او د دغه برید د ترسره کولو حکم له کوباني څخه صادر شوی دی.
په ورته وخت کې د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې د استانبول په استغلال کوڅه کې د چاودنې شکمن کس د سوریې تابعیت لري.
د پولیسو په وینا، هغه اعتراف کړی چې د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) په امر یې عمل کړی او د سوریې په شمال ختیځ کوباني کې یې د دې عملیاتو لارښوونه ترلاسه کړې وه.
د ترکي چارواکو له ادعاوو سره سره تر اوسه کوم فرد یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
په استانبول کې پرونۍ چاودنه، د هغه څه له مخې چې ترکي رسنیو مخکې اعلان کړې وه، د یکشنبې په ماښام د استانبول په مرکز استقلال کوڅه کې د یوه بریدګر له خوا وشوه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له چاودنې څو ساعته وروسته او مخکې له دې چې د جي۲۰ په سرمشریزه کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته لاړ شي وویل چې د ترهګرۍ له لارې د ترکیې د فتح کولو هڅه به د تېر په څېر کار ونه کړي.
هغه د خپل هېواد خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دغه برید عاملین به مجازات شي.