کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیې د امریکا د خواشینۍ پیغام نه دی منلی

23 عقرب 1401 ساعت 16:17

د استانبول په تقسیم څلورلارې کې پرون (یکشنبه، عقرب ۲۲) د چاودنې په اړه چې له امله یې شاوخوا ۹۰ تنه مړه او ټپیان شول، د امریکا د خواشینۍ پیغام ونه منل شو. د انقري چارواکو امریکا د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنه کړې ده.


آوا: د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۲۳ مه په استانبول کې له چاودنې یوه ورځ وروسته چې لږ تر لږه ۶ تنه پکې ووژل شول، وویل چې هېواد یې د کوباني له کرد ترهګرو د امریکا د ملاتړ له امله د واشنګټن خواشیني پیغام نه مني.
 
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر څرګنده کړه:«موږ د امریکا خواخوږي ردوو».
 
هغه زیاته کړه چې د ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) او د هغه ځینې متحدین چې د متحده ایالاتو لخوا یې ملاتړ کیږي د استانبول د قتل عام مسؤل دي.
 
سليمان سيلو يادونه وکړه چې د چاودنې عامل پرون نيول شوى دى.
 
هغه ټینګار وکړ چې د لومړنیو ارزونو پراساس دغه بریدګر د (عفرین) له لارې ترکیې ته داخل شوی او د دغه برید د ترسره کولو حکم له کوباني څخه صادر شوی دی.
 
په ورته وخت کې د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې د استانبول په استغلال کوڅه کې د چاودنې شکمن کس د سوریې تابعیت لري.
 
د پولیسو په وینا، هغه اعتراف کړی چې د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) په امر یې عمل کړی او د سوریې په شمال ختیځ کوباني کې یې د دې عملیاتو لارښوونه ترلاسه کړې وه.
 
د ترکي چارواکو له ادعاوو سره سره تر اوسه کوم فرد یا ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
 
په استانبول کې پرونۍ چاودنه، د هغه څه له مخې چې ترکي رسنیو مخکې اعلان کړې وه، د یکشنبې په ماښام د استانبول په مرکز استقلال کوڅه کې د یوه بریدګر له خوا وشوه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له چاودنې څو ساعته وروسته او مخکې له دې چې د جي۲۰ په سرمشریزه کې د ګډون لپاره اندونیزیا ته لاړ شي وویل چې د ترهګرۍ له لارې د ترکیې د فتح کولو هڅه به د تېر په څېر کار ونه کړي.
 
هغه د خپل هېواد خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دغه برید عاملین به مجازات شي.
 


د مطلب کود: 260951

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260951/ترکیې-د-امریکا-خواشینۍ-پیغام-نه-دی-منلی

آوا
  https://www.avapress.com