دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 260897
په بامیان کې د یو ټن د ډبرو سکرو بیه ۷۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده
د بامیان ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د یو ټن سکرو بیه ۷۵۰۰ افغانۍ ټاکلې ده.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت د والي د رسنیو دفتر نن یکشنبه د عقرب په ۲۲مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د «دهن مارګي» ډبرو سکرو بیه د یو ټن بیه ۷۵۰۰ افغانۍ ده او که د دې پلورونکي د نرخ لیست څخه سرغړونه وکړي نو له هغه سره به جدي چلند وشي.
 
د باميان د ولايت مقام د رسنيو دفتر د بلخاب سرپل يا دره صوف سمنګان د ډبرو سکرو بيه ياده نه کړه، چې د باميان په بازارونو کې تر ټولو ډېر پلورل کېږي.
 
دا مهال په بامیان ولایت کې هر ټن سکاره له ۱۱۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ افغانیو پورې پلورل کیږي چي دا بیه په تیرو څو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.
 
https://avapress.com/vdchwvniq23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته