کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې د یو ټن د ډبرو سکرو بیه ۷۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده

22 عقرب 1401 ساعت 14:16

د بامیان ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د یو ټن سکرو بیه ۷۵۰۰ افغانۍ ټاکلې ده.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت د والي د رسنیو دفتر نن یکشنبه د عقرب په ۲۲مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د «دهن مارګي» ډبرو سکرو بیه د یو ټن بیه ۷۵۰۰ افغانۍ ده او که د دې پلورونکي د نرخ لیست څخه سرغړونه وکړي نو له هغه سره به جدي چلند وشي.
 
د باميان د ولايت مقام د رسنيو دفتر د بلخاب سرپل يا دره صوف سمنګان د ډبرو سکرو بيه ياده نه کړه، چې د باميان په بازارونو کې تر ټولو ډېر پلورل کېږي.
 
دا مهال په بامیان ولایت کې هر ټن سکاره له ۱۱۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ افغانیو پورې پلورل کیږي چي دا بیه په تیرو څو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.
 


د مطلب کود: 260897

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260897/په-بامیان-کې-د-یو-ټن-ډبرو-سکرو-بیه-۷۵۰۰-افغانۍ-ټاکل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com