افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن (پنجشنبه، عقرب ۱۹) له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې د دغه اقدام موخه د امنیتي وضعیت ښه کول دي.
ځدراڼ وايي، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې د وکیلانو، د جوماتونو له ملا امامانو او مخورو سره په همکارۍ کمپاین پیل کړی او تر دې دمه یې د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې دوه زره امنیتيکمرې نصب کړي دي.
د کابل امنیه قومندانۍ د ویاند په خبره، په کورونو، لویو لارو او پارکونو کې باید امنیتي کیمرې نصب شي، څو په رښتینې توګه د امنیت په تامین کې د خلکو همکاري ثابته شي.
د اسلامي امارت چارواکو اعلان کړی چې دا کمپاین په هر چا فرض نه دی او هغه کسان چې مالي توان لري مکلف دي چې په خپلو کورونو کې امنیتي کمرې نصب کړي.