کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د امنیتي کمرو د نصبولو کمپاین پیل شو

19 عقرب 1401 ساعت 16:02

په کابل کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ ویاند په دغه ښار کې د امنیتي کمرو د نصبولو کمپاین پیل کړی دی. د هغه په وينا، دا اقدام د امنيتي وضعيت د زياتوالي او په دې برخه کې د هېوادوالو د مرستې په موخه دى.


آوا: په کابل کې د اسلامي امارت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن (پنجشنبه، عقرب ۱۹) له ملي ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې د دغه اقدام موخه د امنیتي وضعیت ښه کول دي.
 
ځدراڼ وايي، د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې د وکیلانو، د جوماتونو له ملا امامانو او مخورو سره په همکارۍ کمپاین پیل کړی او تر دې دمه یې د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې دوه زره امنیتيکمرې نصب کړي دي.
 
د کابل امنیه قومندانۍ د ویاند په خبره، په کورونو، لویو لارو او پارکونو کې باید امنیتي کیمرې نصب شي، څو په رښتینې توګه د امنیت په تامین کې د خلکو همکاري ثابته شي.
 
د اسلامي امارت چارواکو اعلان کړی چې دا کمپاین په هر چا فرض نه دی او هغه کسان چې مالي توان لري مکلف دي چې په خپلو کورونو کې امنیتي کمرې نصب کړي.
 


د مطلب کود: 260824

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260824/په-کابل-کې-د-امنیتي-کمرو-نصبولو-کمپاین-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com