دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 260801
چین د افغانستان د وارداتي توکو ۹۸ سلنه ګمرکي تعرفې لرې کړي
د چین د سوداګرۍ وزارت له افغانستان او څو افریقايي هېوادونو څخه پر وارداتي توکو ۹۸ سلنه ګمرکي تعرفې لرې کړې.
افغان غږ خبری آژانس: د چین د ګمرکونو د قانون کمیټې اعلان وکړ چې د ډسمبر د میاشتې له پیله به له افغانستان او د افریقا له ۹ هیوادونو څخه پر وارداتي توکو ۹۸ سلنه ګمرکي تعرفې لرې کړي.
 
د يادې ادارې په وېبپاڼه کې د خپرې شوې اعلاميې له مخې، پر افغانستان سربېره به له افريقايي هېوادونو بنین، بورکینافاسو، گینه بیسائو، زامبیا، پادشاهی لسوتو، مالاوی، سائوتومه و پرنسیپ، تانزانیا او اوگاندا هېوادونو څخه پر وارد شويو توکو تعرفې لرې شي.
 
دوه مياشتې مخکې چين د افريقا، جنوبي او جنوب ختيځې اسيا او د اوقيانوس له ۱۶ هېوادونو څخه پر وارداتو د ګمرکي تعرفو د کمولو او له منځه وړلو امر وکړ: بنگلادش، وانواتو، گینه، جیبوتی، کامبوج، کیریباتی، لائوس، موزامبیک، نپال، رواندا، جزایر سلیمان، سودان، توگو، چاد و کار او اریتره.
 
چینايي چارواکو ویلي چې دوی د نړۍ له لږ پرمختللو هېوادونو سره په ځانګړې توګه له افریقايي هېوادونو سره اړیکو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
 
https://avapress.com/vdccxxqis2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته