کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چین د افغانستان د وارداتي توکو ۹۸ سلنه ګمرکي تعرفې لرې کړي

19 عقرب 1401 ساعت 11:53

د چین د سوداګرۍ وزارت له افغانستان او څو افریقايي هېوادونو څخه پر وارداتي توکو ۹۸ سلنه ګمرکي تعرفې لرې کړې.


آوا: د چین د ګمرکونو د قانون کمیټې اعلان وکړ چې د ډسمبر د میاشتې له پیله به له افغانستان او د افریقا له ۹ هیوادونو څخه پر وارداتي توکو ۹۸ سلنه ګمرکي تعرفې لرې کړي.
 
د يادې ادارې په وېبپاڼه کې د خپرې شوې اعلاميې له مخې، پر افغانستان سربېره به له افريقايي هېوادونو بنین، بورکینافاسو، گینه بیسائو، زامبیا، پادشاهی لسوتو، مالاوی، سائوتومه و پرنسیپ، تانزانیا او اوگاندا هېوادونو څخه پر وارد شويو توکو تعرفې لرې شي.
 
دوه مياشتې مخکې چين د افريقا، جنوبي او جنوب ختيځې اسيا او د اوقيانوس له ۱۶ هېوادونو څخه پر وارداتو د ګمرکي تعرفو د کمولو او له منځه وړلو امر وکړ: بنگلادش، وانواتو، گینه، جیبوتی، کامبوج، کیریباتی، لائوس، موزامبیک، نپال، رواندا، جزایر سلیمان، سودان، توگو، چاد و کار او اریتره.
 
چینايي چارواکو ویلي چې دوی د نړۍ له لږ پرمختللو هېوادونو سره په ځانګړې توګه له افریقايي هېوادونو سره اړیکو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
 


د مطلب کود: 260801

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260801/چین-د-افغانستان-وارداتي-توکو-۹۸-سلنه-ګمرکي-تعرفې-لرې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com