افغان غږ خبری آژانس: د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز پرون چهارشنبه (عقرب ۱۸) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دواړو لورو په دې کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه ترکیې ته د ښاغلي مجاهد د وروستي سفر په اړه خبرې وکړې.
دواړو لورو د افغانستان او ترکیې اړیکې تاریخي او ښې وبللې، د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا او پراختیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د دا ډول سفرونو تنظیمول ګټور وبلل.
خبرپاڼه زیاتوي: ذبیح الله مجاهد د ترکیې له لوري د اسلامي امارت د پلاوي له ښه هرکلي څخه د مننې ترڅنګ له افغانانو سره د ترکیې د خلکو د دوستۍ او په افغانستان کې د پانګونې لپاره د دغه هېواد د سوداګرو او صنعتکارانو لېوالتیا وستایله.
باید وویل شي، چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د اسلامي هېوادونو د علماوو په غونډه کې ترکیې ته تللی و او په ترکیه کې له مېشتو افغان صنعتکارانو او سوداګرو سره یې لیده کاته کړي وو.