دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 260602
په امریکا او برتانیا کې د پولیو پېژندنه/ په افغانستان کې د پولیو له منځه وړل د نړۍ بریا ده
د روغتیا نړیوال سازمان نن (یکشنبه، غقرب ۱۵) د یو ټویټ په خپرولو سره په امریکا او بریتانیا کې د پولیو د مثبتو پېښو پېژندنې ته په اشارې سره ټینګار کړی چې تر څو چې پولیو په کوم ځای کې شتون ولري، دا ناروغي به هر ځای ته ګواښ پاتې وي. دغه سازمان همداراز ویلي چې په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې بریا د نړۍ بریا ده.
افغان غږ خبری آژانس: د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د امریکا او انګلستان په ګډون د نړۍ په هغو برخو کې چې له اوږدې مودې راهیسې له پولیو څخه پاک بلل شوي، د پولیو ناروغي موندل شوې ده.
 
تر هغه چې پولیو په کوم ځای کې شتون ولري، دا ناروغي په هر ځای کې یو ګواښ دی، دې سازمان نن سهار (یکشنبه، عقرب ۱۵) ټویټ کړی.
 
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: په افغانستان کې د پولیو پر وړاندې بریا د نړۍ بریا ده.
 
افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي. په دغو دوو هېوادونو کې ناامني تل د پولیو واکسین د تطبیق پر وړاندې ننګونه ده.
 
سږ کال په افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
 
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۵۶ پېښې ثبت شوې دي. دا شمیره په ۲۰۲۱ کې څلورو ته راټیټه شوه.
 
دغه سازمان ټینګار کوي چې افغانستان د پولیو د له منځه وړلو لپاره ښه فرصت لري. په همدې حال کې د پوليو واکسين کمپاين پر وړاندې ناامني لا هم روانه ده.
 
https://avapress.com/vdcbggb55rhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته