دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 260591
د ایران د قایم -۱۰۰ سپوږمکۍ لېږدونکي توغندي ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شوه
د ایران د اسلامی جمهوریت د سپاه پاسداران ځواک اعلان وکړ چې د قایم -۱۰۰ سپوږمکۍ وړونکی توغندی ازموینه په بریالیتوب سره ترسره شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د ایران د اسلامی جمهوریت د انقلابی ګارډ ځواکونو د دغه توغندی چې د قایم -۱۰۰ فرعی مدار په نامه سپوږمکۍ وړونکی بلل کیږی، بریالۍ ازموینه اعلان کړه.
 
ویل کیږي چې دا توغندي د ۸۰ کیلو ګرامه وزن لرونکي سپوږمکۍ د ځمکې له سطحې څخه ۵۰۰ کیلومتره واټن کې د ځای پر ځای کولو وړتیا لري.
 
د ایران د اسلامی جمهوریت راډیو او ټلویزیون د دغه توغندی د توغولو د انځورونو په خپرولو سره، د دغې ازموینې ځای نه دی یاد کړی.
 
د اسلامي انقلابي ګارډ هوايي ځواک په ۲۰۰۸ کال کې د دغه ځواک د مشر جنرال امیر علي حاجي زاده د دندې له پیل راهیسې خپل نوم د انقلابي ګارډ هوايي ځواک ته بدل کړ.
 
د شنبې په ورځ له ازموينې وروسته، سردار حاجي زاده هيله څرګنده کړه، چې سپاه پاسداران به ډېر ژر له ازمايل شوي راکټ څخه د سپوږمکۍ (ناهيد) د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای کړي.
 
امريکا او يو شمېر لوېديځ هېوادونه تل د ايران د توغنديو له ازموينو څخه وېره لري، چې ښايي د لرې واټن ويشتونکي پوځي توغندي د توليد لپاره د سټلايټ توغنديو له تکنالوژۍ څخه کار واخلي؛ په داسې حال کې چې ایران تل ټینګار کړی چې د خپل اټومي پروګرام په څیر د سپوږمکۍ پروګرام یوازې سوله ایز اړخ لري او د "ساینسي څیړنو" او نورو ملکي استعمالونو سره سم پلي کیږي.
 
باید یادونه وشي چې ایران یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې فضا ته د سپوږمکۍ د لېږلو توان لري.
 
https://avapress.com/vdci3uarzt1aqw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته