دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 260560
ایران ته د ډبرو سکرو د صادرولو تړون به ډېر ژر لاسلیک شي
د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، له افغانستان څخه ایران ته د ډبرو سکرو د صادراتو تړون به ډېر ژر لاسلیک او نهايي شي. هغه وویل چې د دې کار موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او اړیکو پراخول دي.
افغان غږ خبری آژانس: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن شنبه (عقرب ۱۴) وویل چې ایران ته د ډبرو سکرو د صادراتو په اړه یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړي او ډېر ژر به په دې برخه کې یو تړون هم لاسلیک شي. دواړه هیوادونه
 
عزيزي زياته کړه: موږ هڅه کوو چې د صنعت او سوداګرۍ د ودې په موخه د افغانستان صادرات پراخ کړو.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست له هغو سوداګرو هم وغوښتل چې له هېواده بهر میلیاردونه ډالر پانګونه کړې، هېواد ته راستانه شي.
 
ښاغلي عزیزي وویل، په هېواد کې د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره د بانکدارۍ ستونزې هوارې شوې دي.
 
افغانستان د ډبرو سکرو سترې زیرمې لري، چې د صادراتو له لارې د دولت د عایداتو د زیاتوالي ترڅنګ د هېواد ګڼو وګړو ته د کار زمینه هم برابروي.
 
https://avapress.com/vdcep78w7jh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته