افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د انرژۍ وزیر مصدق ملک وايي، د دغه هېواد فدرالي حکومت یوازې د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان – هند (ټاپي) ګازو د نل لیکې د غځولو لپاره له ترکمنستان څخه ستراتیژیکه ژمنه ترلاسه کړې ده.
د پاکستان د انرژۍ وزیر د جمعې په ورځ (نومبر ۴) پاکستاني رسنیو ته وویل چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره یې د ګازو د رسولو او په پاکستان کې د پایپ لاین د بنسټیزو تاسیساتو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د ملک په خبره، ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د لېږد د لګښت پر سر اختلاف لري.
د پاکستان د انرژۍ وزیر ویلي دي چې د تیلو او ګازو د رسولو هیڅ سوداګریز تړون به له کوم بهرني شرکت سره لاسلیک نه کړي چې د نړیوالو بندیزونو تابع وي.
تر دې مخکې د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي و چې اوس مهال په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي پیل لپاره زمینه مساعده ده او دوی ژمن دي چې د دغې پروژې امنیت تامین کړي.
د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د لېږد پروژه له څه باندې شلو کلونو راهیسې په نظري توګه روانه ده. که څه هم د دې پروژې عملي کار د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پرانستل شو؛ خو د امنیتي دلایلو او د بودیجې د نشتوالي او بالاخره د تېر حکومت د سقوط له امله یې عملیاتي چارې په بشپړه توګه ودرول شوې.