دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 260323
تر اوسه د اسلامي امارت له لوري له ۱۴ زرو څخه زیات سوالګر راټول شوي دي
د چارواكو په وينا، د سوالګرو د راټولولو كمېټې له كابل څخه څه دپاسه څوارلس زره سوالګر راټول كړي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا برادر دفتر نن (یکشنبه، عقرب ۸) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو سوالګرو کې ۹۱۵۴ تنه ښځې دي، چې ۳۳۸۶ یې مستحق کسان دي. او ۵۷۶۸ نور "مسلکي سوالګر" دي.
 
د ملا برادر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د راټولو شویو سوالګرو له ډلې څخه ۱۰۰۰ او ۳۲۸ یې نارینه دي، چې له ارزونې وروسته ۴۸۰ تنه د شرایطو وړ او ۸۴۸ تنه یې د مسلکي سوالګرو په توګه پېژندل شوي دي.
 
ویل شوي، چې په راټولو شویو سوالګرو کې ۳۹۱۱ ماشومان دي، چې له دې جملې څخه ۱۷۵۲ یې حقدار او ۲۱۰۳ یې مسلکي ماشومان دي.
 
د اسلامي امارت د اقتصادي چارو مرستیال وايي، په کابل کې ۶۵ یتیم ماشومان پېژندل شوي او له بایومتریک وروسته به د کار او ټولنیزو چارو وزارت روزنیز مرکزونو ته ولېږل شي.
 
دغه دفتر ویلي دي چې مستحقو سوالګرو ته به د اسلامي امارت د حکومت له لوري دایمي نغدي مرستي ورکول کیږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته په افغانستان کې بېکاري او بې وزلي پراخه شوې ده. ویل کېږي چې د افغانستان نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دی.
 
https://avapress.com/vdcb5gb5frhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته