دخپریدو نیټه :شنبه ۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۸
د مطلب کود : 260278
د ښوونیزو پروګرامونو لپاره د ډنمارک پنځه میلیونو ډالرو مرسته
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، ډنمارک په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې لپاره پنځه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د یونیسف افغان څانګې په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د هلکانو او انجونو لپاره د نورو خیریه موسسو په همکارۍ د دغې ادارې تعلیمي پروګرامونه پراخوي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق لیکلي دي چې د نړیوالې ټولنې د مرستو په دوام ډنمارک هم په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې له بهیر سره پنځه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
 
ډنمارک یوه ورځ وړاندې جنوبي کوریا هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق سره پنځه میلیونه ډالره مرسته وکړه.
 
https://avapress.com/vdca0wnua49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته