کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ښوونیزو پروګرامونو لپاره د ډنمارک پنځه میلیونو ډالرو مرسته

7 عقرب 1401 ساعت 14:18

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، ډنمارک په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې لپاره پنځه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.


آوا: د یونیسف افغان څانګې په یوه ټویټ کې اعلان کړی چې د هلکانو او انجونو لپاره د نورو خیریه موسسو په همکارۍ د دغې ادارې تعلیمي پروګرامونه پراخوي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق لیکلي دي چې د نړیوالې ټولنې د مرستو په دوام ډنمارک هم په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې له بهیر سره پنځه میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
 
ډنمارک یوه ورځ وړاندې جنوبي کوریا هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق سره پنځه میلیونه ډالره مرسته وکړه.
 


د مطلب کود: 260278

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260278/د-ښوونیزو-پروګرامونو-لپاره-ډنمارک-پنځه-میلیونو-ډالرو-مرسته

آوا
  https://www.avapress.com