دخپریدو نیټه :شنبه ۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 260253
په فاریاب کې د ممیزو په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د فارياب د کرنې رياست مسوولين په دغه ولايت کې د مميزو په حاصلاتو کې څلوېښت سلنه زياتوالى ښيي، دوى وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې نږدې سل زره ټنه مميزو توليد شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د فاریاب د کرنې ریاست مرستیال نورالهدا متوکل نن )شنبه، عقرب ۷ ( افغان غږ خبری آژانس ته وویل: سږ کال په فاریاب کې ۹۷۷۷۰ ټنه ممیز راټول شوي، چې د د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال په دغه ولايت کې ٦٠ ټنه مميزو حاصل شوي وو.
 
د فارياب د کرنې رياست مرستيال زياته کړه، چې د فارياب مميزو د دغه ولايت په قيصار، شيرين تګاب، دولت آباد او خواجه سبز پوش ولسواليو کې کرل شوي دي.
 
 هغه زياته کړه، چې سږ کال په دغه ولايت کې تر ټولو ډېر سور مميز کرل شوي او ښه بازار لري.
 
متوکل زیاته کړه: تېر کال د یوه من (۷ کیلو) سور ممیزو بیه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو سږ کال د یوه من بیه ۱۱۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
 
په ورته وخت کې د فارياب کروندګر د مميزو د حاصلاتو له زياتوالي خوښي څرګندوي او له دولت څخه غواړي چې د مميزو د پلورلو زمينه برابره کړي.
 
فارياب د هېواد په شمال کې يو له کرنيزو ولايتونو څخه دى، چې سږ کال په کې پر ١٥٥٤٥ هکتاره ځمکه د انګورو باغونه جوړ شوي او څه باندې سل زره ټنه انګور ترلاسه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdkz0xsyt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته