کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې د ممیزو په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی

7 عقرب 1401 ساعت 9:45

د فارياب د کرنې رياست مسوولين په دغه ولايت کې د مميزو په حاصلاتو کې څلوېښت سلنه زياتوالى ښيي، دوى وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې نږدې سل زره ټنه مميزو توليد شوي دي.


آوا - مزارشریف: د فاریاب د کرنې ریاست مرستیال نورالهدا متوکل نن )شنبه، عقرب ۷ ( آوا ته وویل: سږ کال په فاریاب کې ۹۷۷۷۰ ټنه ممیز راټول شوي، چې د د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
 
د هغه په ​​وينا، تېر کال په دغه ولايت کې ٦٠ ټنه مميزو حاصل شوي وو.
 
د فارياب د کرنې رياست مرستيال زياته کړه، چې د فارياب مميزو د دغه ولايت په قيصار، شيرين تګاب، دولت آباد او خواجه سبز پوش ولسواليو کې کرل شوي دي.
 
 هغه زياته کړه، چې سږ کال په دغه ولايت کې تر ټولو ډېر سور مميز کرل شوي او ښه بازار لري.
 
متوکل زیاته کړه: تېر کال د یوه من (۷ کیلو) سور ممیزو بیه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو سږ کال د یوه من بیه ۱۱۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
 
په ورته وخت کې د فارياب کروندګر د مميزو د حاصلاتو له زياتوالي خوښي څرګندوي او له دولت څخه غواړي چې د مميزو د پلورلو زمينه برابره کړي.
 
فارياب د هېواد په شمال کې يو له کرنيزو ولايتونو څخه دى، چې سږ کال په کې پر ١٥٥٤٥ هکتاره ځمکه د انګورو باغونه جوړ شوي او څه باندې سل زره ټنه انګور ترلاسه شوي دي.
 


د مطلب کود: 260253

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/260253/په-فاریاب-کې-د-ممیزو-حاصلاتو-۴۰-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com