دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 260112
په کابل کې د جاپان سفیر د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل
په کابل کې د جاپان سفیر اوکادا تاکیشي له سراج الدین حقاني سره په افغانستان کې د دغه هېواد د سفارت له پرانستلو وروسته؛ د اسلامي امارت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس) : په کابل کې د جاپان سفیر اوکادا تاکیشي په کابل کې د دغه هېواد د سفارت له پرانستلو وروسته په خپله لومړۍ کتنه کې له سراج الدین حقاني سره وکتل.
 
په دې کتنه کې حقاني په کابل کې د جاپان د سفارت پرانستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې يو اغېزمن ګام وباله او د سفارت د ټولو استازو او فعاليتونو د بشپړ امنيت ضمانت يې وکړ.
 
په کابل کې د جاپان سفارت هم د دې غونډې د موضوعاتو په اړه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: دوی د ښځو د حقونو، د نجونو د زده کړې، د رسنیو د ازادۍ، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همکارۍ او د ټول شموله سیاسي بهیر په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
 
په کابل کې د جاپان سفارت له څه باندې یوه کال ځنډ وروسته د روانې اونۍ په پیل کې خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه په محدود ډول پیل کړل.
 
یوشیماسا هایاشي؛ د جاپان د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري غونډه کې وویل چې په کابل کې د جاپان د سفارت فعالیتونه به د امنیتي اندېښنو له امله محدود وي، خو هغه رسنیو ته څرګنده نه کړه چې د محدودو فعالیتونو مطلب څه دی.
https://avapress.com/vdchzvnii23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته