دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 260108
د بلخ ولایت د زیربنایي پراختیا په برخه کې د پانګونې او ملاتړ لپاره ایران چمتووالی اعلان کړ
په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال د افغانستان شمالی ولایتونو ته د خپل سفر په دوام کښې د بلخ ولایت له سیمه ایزو چارواکو سره په کتنه کښې د دغه ولایت د زیربناو په پراختیا کښې د پانګونې او مرستې لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ.
افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د هېواد شمال ته د خپل سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت له نوي والي داوود مزمل سره وکتل.
 
د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت مرستيال د بلخ ولايت تجارتي، اقتصادي، علمي او کلتوري ظرفيتونو ته په اشارې سره وويل د ايران اسلامي جمهوريت په دغه ولايت کښې د زيربناو د پراختيا او ملاتړ لپاره مرستې او پانګونې ته چمتو دے. لکه څنګه چې په وروستیو کلونو او میاشتو کې.
 
نوموړي د بلخ له سیمه ییزو چارواکو سره له لیدنې وروسته په مزارشریف ښار کې د حضرت علي (ع) له زیارت څخه لیدنه وکړه او د دغه زیارت لپاره د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا ټاکل شوي نوي معتمدینو سره یې وکتل.
 
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت چارواکو په تېرو څو ورځو کې د هېواد شمال ته د خپل سفر په ترڅ کې سرپل ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره یې وکتل.
 
https://avapress.com/vdccxxqi42bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته