دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 259873
د برتانیې پاچا هیله لري چې یو ځل بیا افغانستان ته سفر وکړي
د بریتانیې نوي پاچا درېیم چارلس په سکاټلنډ کې د افغانستان، سوریې او اوکراین له کډوالو سره د کتنې پر مهال هیله وکړه چې یو ځل بیا افغانستان ته سفر وکړي. تر دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې دغه هېواد ته سفر کړی و او په هلمند کې یې د هېواد له ځواکونو سره کتلي وو.
افغان غږ خبری آژانس: د بریتانیا نوي پاچا سکاټلینډ ته د خپل سفر په ترڅ کې یوه ورځ د افغانستان، سوریې او اوکراین له کډوالو سره تیره کړه.
 
د سکای نیوز د راپور له مخې، په دې وروستیو کې له یادو هېوادونو څخه ۱۰۰۰ کډوال د سکاټلنډ په ابردین ښار کې مېشت شوي دي. د بریتانیا پاچا په دغه ښار کې له کډوالو سره وکتل.
 
هغه په ​​افغانستان کې د برتانوي پوځ پخواني ژباړن واصل برهان ته وویل: "زه هیله لرم چې یوه ورځ افغانستان ته لاړ شم. ما هلته یو ځل سفر وکړ."
 
درېیم چارلس په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان ته یو نا اعلان شوی سفر وکړ او په هلمند کې یې له برتانوي ځواکونو سره وکتل.
 
https://avapress.com/vdcjahe8tuqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته