کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برتانیې پاچا هیله لري چې یو ځل بیا افغانستان ته سفر وکړي

26 میزان 1401 ساعت 13:30

د بریتانیې نوي پاچا درېیم چارلس په سکاټلنډ کې د افغانستان، سوریې او اوکراین له کډوالو سره د کتنې پر مهال هیله وکړه چې یو ځل بیا افغانستان ته سفر وکړي. تر دې وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې دغه هېواد ته سفر کړی و او په هلمند کې یې د هېواد له ځواکونو سره کتلي وو.


آوا: د بریتانیا نوي پاچا سکاټلینډ ته د خپل سفر په ترڅ کې یوه ورځ د افغانستان، سوریې او اوکراین له کډوالو سره تیره کړه.
 
د سکای نیوز د راپور له مخې، په دې وروستیو کې له یادو هېوادونو څخه ۱۰۰۰ کډوال د سکاټلنډ په ابردین ښار کې مېشت شوي دي. د بریتانیا پاچا په دغه ښار کې له کډوالو سره وکتل.
 
هغه په ​​افغانستان کې د برتانوي پوځ پخواني ژباړن واصل برهان ته وویل: "زه هیله لرم چې یوه ورځ افغانستان ته لاړ شم. ما هلته یو ځل سفر وکړ."
 
درېیم چارلس په ۲۰۱۰ کال کې افغانستان ته یو نا اعلان شوی سفر وکړ او په هلمند کې یې له برتانوي ځواکونو سره وکتل.
 


د مطلب کود: 259873

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259873/د-برتانیې-پاچا-هیله-لري-چې-یو-ځل-بیا-افغانستان-ته-سفر-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com