دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۷
د مطلب کود : 259580
له افغانستان سره د هند طبي مرسته؛ دیارلسمه جوپه کابل ته راورسیده
د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دغه هېواد په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون ته د طبي مرستو ۱۳مه جوپه لېږلې ده.
افغان غږ خبری آژانس: په دغه لېږد رالېږد کې د ډاکټرانو او کارکوونکو د اړتیا وړ مصالحې، د جراحۍ وسایل او نور توکي شامل دي.
 
د خبرپاڼې په دوام کې راغلي، چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو په همکارۍ په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو د روغتیا روغتون مسوولینو ته سپارل شوې ده.
 
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه یې د کوویډ-۱۹ واکسین د ۵۰۰ زره دوزونو ترڅنګ ۴۵ ټنه روغتیايي اړتیاوې او طبي مرستې هم افغانستان ته استولي دي.
 
https://avapress.com/vdcevo8w7jh8nni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته