کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستان سره د هند طبي مرسته؛ دیارلسمه جوپه کابل ته راورسیده

19 میزان 1401 ساعت 15:27

د هند د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دغه هېواد په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون ته د طبي مرستو ۱۳مه جوپه لېږلې ده.


آوا: په دغه لېږد رالېږد کې د ډاکټرانو او کارکوونکو د اړتیا وړ مصالحې، د جراحۍ وسایل او نور توکي شامل دي.
 
د خبرپاڼې په دوام کې راغلي، چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو په همکارۍ په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو د روغتیا روغتون مسوولینو ته سپارل شوې ده.
 
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه یې د کوویډ-۱۹ واکسین د ۵۰۰ زره دوزونو ترڅنګ ۴۵ ټنه روغتیايي اړتیاوې او طبي مرستې هم افغانستان ته استولي دي.
 


د مطلب کود: 259580

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/259580/له-افغانستان-سره-د-هند-طبي-مرسته-دیارلسمه-جوپه-کابل-ته-راورسیده

آوا
  https://www.avapress.com