افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې ځانګړی استازی توماس نیکولسن په خپله وروستۍ وینا کې ویلی چې سرپرست حکومت داسې جرګه نه ده رابللې چې ټول توکمونه، ښځې او نارینه په کې حاضر وی، څو خپل داخلی مشروعیت ترلاسه کړی.
هغه زياته کړه، اروپايي ټولنه د داسې افغانستان پلوي ده، چې ټول وګړي يې له بشري حقونو او د تابعيت له ازادۍ برخمن وي.
د هغه په وينا، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خبرو او خبرو له لارې د شته ننګونو حل د اروپايي ټولنې له لومړيتوبونو څخه دى.