افغان غږ خبری آژانس: د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، په اوسنیو حالاتو کښې د داعش ترهګرې ډلې خراسان د تخریبی فعالیتونو لپاره تبلیغات د سیمې او د سیمې د هیوادونو د امنیت لپاره جدی پایلې لرلی شی.
د دغې روسۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، په افغانستان باندې د اسلامي امارت له تسلط وروسته داعش خراسان په جنوبي او مرکزي اسیا کې خپل تبلیغات پراخ کړي دي.
د داعش خراسان ترهګرې ډلې د ۲۰۱۴ کال په نیمايي کې راڅرګند شو. کله چې د "تحریک طالبان پاکستان" پخواني قوماندانان د "فتا" له پخوانیو قبایلي سیمو څخه وتښتېدل.
د دې ورځپاڼې لیکوال زیاتوي: وروسته له دې چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، د داعش ملاتړو رسنیو د دغې ترهګرې ډلې د لوړ پوړي مشر د کتاب پر بنسټ د اسلامي امارت د تر ټولو بد دښمن ټول لاملونه لیست کړي دي.