افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د تخار د کانونو رئیس مولوی عبدالناصر حقانی وایی، دغه عواید د نمک آب ولسوالۍ د تاقچخانې د مالګې له کانونو، د کلفګان ولسوالۍ د غزستان له ډبرو او د دشت رباط له ګچو څخه ترلاسه شوی دی.
هغه يادونه وکړه، چې دغه کانونه د تخار ولايت د کانونو رياست له خوا په قرارداد ورکړل شوي او په قانوني ډول استخراج کېږي، چې اوس هم فعال دي.
د هغه په وينا، د فرخار ولسوالۍ د کراني په سيمه کې د ډبرو سکرو او د نمک اب ولسوالۍ د باغ خواجه په سيمه کې د چګو کان د تخار ولايت د کانونو رياست د انجنيرانو د ټيم له خوا په نښه او تثبيت شوي او د کانونو د استخراج چارې يې پيل کړې دي.
د تخار ولايت د کانونو رئيس زياته کړه چې د کانونو وزارت له لارښوونې سره سم د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د چاه اب او زرشوي په ولسواليو کې د سرو زرو استخراج د کانونو د غير مسلکيتوب او د تخنيکي نشتوالي له امله په ټپه ولاړ دى. کله چې يادې شوې ستونزې حل شي، د استخراج چارې به په قانوني او مسلکي ډول پيل شي او خلک به بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.
د تخار ولایت په یو شمېر سیمو کې د افغان جیولوجستانو له خوا د ترسره شویو ارزونو له مخې دا ثابته شوې چې د دغو سیمو ډېری تر ځمکې لاندې زیرمې او د چاه اب ولسوالۍ د سرو زرو کانونه، د نمک اب او چل په ولسوالیو کې د مالګې کانونه شامل دي. د ډبرو سکاره د نمک اب او کلفګان په ولسوالیو کې موقعیت لري.