دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 257811
اوکراین جګړې ته د پخوانیو افغان پیلوټانو د استولو ادعا شوي دي
د روسیې ځینو پوځي سرچینو ادعا کړې چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) پخواني افغان پیلوټانو ته روزنه ورکوي چې د اوکراین جګړې ته ولېږل شي.
افغان غږ خبری آژانس: یوې پوځي سرچینې خبر ورکړی، چې په دغه پروګرام کې نه یوازې پخواني پیلوټان ​​بلکې نور هغه افغانان هم شامل دي، چې په ځانګړو ځواکونو کې یې دنده ترسره کړې ده.
 
پنټاګون به دغه پیلوټان ​​په کلیفورنیا کې وروزي او بیا به یې د پولنډ له لارې اوکراین ته واستوي.
 
دغې سرچینې وویل: «لکه څنګه چې موږ پوهیږو، پنټاګون د هغو پخوانیو افغان پیلوټانو استخدام پیل کړی چې یو کال مخکې امریکا ته تللي وو. د دوی روزنه به په کلیفورنیا کې پیل شي، او پلان لري چې دوی ټول د پولنډ له لارې اوکراین ته واستوي."
 
ټاس خبري آژانس چې د سرچينې نوم يې نه دى افشا کړى، ليکي چې د روزنې له بشپړېدو وروسته به له دغو ځواکونو سره يو تړون لاسليک شي چې د اوکراين جګړې ته يې ولېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځله داسې راپورونه ورکړل شوي، چې امریکا او برتانیا د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه اوکراین ته د جګړې لپاره لېږي.
 
https://avapress.com/vdcjvae8vuqeioz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته