د روسیې ځینو پوځي سرچینو ادعا کړې چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) پخواني افغان پیلوټانو ته روزنه ورکوي چې د اوکراین جګړې ته ولېږل شي.
اوکراین جګړې ته د پخوانیو افغان پیلوټانو د استولو ادعا شوي دي
7 سنبله 1401 ساعت 13:31
د روسیې ځینو پوځي سرچینو ادعا کړې چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) پخواني افغان پیلوټانو ته روزنه ورکوي چې د اوکراین جګړې ته ولېږل شي.
آوا: یوې پوځي سرچینې خبر ورکړی، چې په دغه پروګرام کې نه یوازې پخواني پیلوټان بلکې نور هغه افغانان هم شامل دي، چې په ځانګړو ځواکونو کې یې دنده ترسره کړې ده.
پنټاګون به دغه پیلوټان په کلیفورنیا کې وروزي او بیا به یې د پولنډ له لارې اوکراین ته واستوي.
دغې سرچینې وویل: «لکه څنګه چې موږ پوهیږو، پنټاګون د هغو پخوانیو افغان پیلوټانو استخدام پیل کړی چې یو کال مخکې امریکا ته تللي وو. د دوی روزنه به په کلیفورنیا کې پیل شي، او پلان لري چې دوی ټول د پولنډ له لارې اوکراین ته واستوي."
ټاس خبري آژانس چې د سرچينې نوم يې نه دى افشا کړى، ليکي چې د روزنې له بشپړېدو وروسته به له دغو ځواکونو سره يو تړون لاسليک شي چې د اوکراين جګړې ته يې ولېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم څو ځله داسې راپورونه ورکړل شوي، چې امریکا او برتانیا د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه اوکراین ته د جګړې لپاره لېږي.
د مطلب کود: 257811