دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۸
د مطلب کود : 257777
د امریکا ډرون برید/ پاکستان: د افغانستان ادعا د ډیپلوماټیک چلند له معیارونو سره په ټکر کې دي
د افغانستان په خلاف د پاکستان له آسمان څخه د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د کارونې په اړه د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب له څرګندونو وروسته، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ادعا بې اساسه او له نړیوالو سره په ټکر کې بولي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه، یکشنبه (سنبله ۶) د اسلامی امارت د دفاع د سرپرست وزیر ملا یعقوب څرګندونې بې بنسټه وبللې.
 
ملا محمد یعقوب وايي، د امریکا بې پیلوټه الوتکه د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته ننوتي ده.
 
هغه له پاکستانه وغوښتل چې خپل حریم د "افغانستان پر ضد" ونه کاروي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې "دا ډول ادعاوې بدمرغي د ځان سره لری" او د مسؤل ډیپلوماتیک چلند له معیارونو سره په ټکر کې دي. وزارت ویلي چې پاکستان د ټولو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هېواد ترهګري په هر ډول او ښکاره ډول غندي او اسلامي امارت د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو په پلي کولو سره باید دا یقیني کړي، چې ترهګري له خپلې خاورې د کوم هېواد پر ضد کار نه اخلي. .
 
ویل کیږي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې اوس هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارنې لپاره ګزمې کوي.
 
امریکا په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په کابل کې یې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په یوه هوايي برید کې وژلی دی.
 
https://avapress.com/vdca00nu049nm01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته