د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان نن غرمه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او همکاریو په اړه ټلیفوني خبرې وکړې.
په دغو تلیفوني خبرو کې د هېواد جمهوررئیس د پاکستان لومړي وزیر ته افغانستان ته د راتګ رسمي بلنه ورکړه. عمران خان د بلنې په منلو او د مننې په ویلو سره له جمهوررئیس څخه هیله وکړه چې په مناسب فرصت کې پاکستان ته رسمي سفر وکړي. --سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)