افغان غږ خبری آژانس: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې نوي حکومت په چټکۍ سره په افغانستان کې امنیت تامین کړی او د سولې او ثبات پر لور یې حرکت پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه: اوس دا د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا مسوولیت دی چې د ټولو یو اړخیزو اقتصادي بندیزونو په لیرې کولو سره د افغانانو د درد او رنځ په کمولو کې خپله ونډه واخلي او په دې توګه بانکي او اقتصادي سکټور ته د ښه فعالیت اجازه ورکړي.
بلخي دغه راز له امریکا وغوښتل چې د افغانستان غصب شوې شتمنۍ دې خوشې کړي او له اسلامي هېوادونو او د نړۍ له نورو هېوادونو یې وغوښتل چې د اسلامي امارت موقت حکومت په رسمیت وپېژني.
د طالبانو دغه ویاند ویلي: که په رښتیا د داسې افغانستان په لټه کې وي چې د سولې، ثبات او سوکالۍ په برخه کې له خپل ټول توان څخه کار واخلي، باید اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.
نوموړي له "امریکا غږ" سره په خبرو کې پر افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو په اړه د نړیوالو انتقادونه رد کړل او ادعا یې وکړه چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ او مدني آزادیو پر وړاندې کوم جبر نه دی شوی.
بلخي څرګنده کړه، لکه څنګه چې موږ د نورو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوو، له نورو هېوادونو هم غواړو چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د هغو خلکو درناوی وکړي چې له لسيزو د بهرنيو تپل شويو نسخو له برکته د هېواد د وضعيت د ښه والي لپاره هڅې کوي.