کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا باید د اقتصادي بندیزونو په لرې کولو سره د افغانانو کړاو پای ته ورسوي

25 اسد 1401 ساعت 8:40

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له امریکا وغوښتل چې د افغانستان په وړاندې د یو اړخیز اقتصادي بندیزونو په لرې کولو سره د خلکو کړاوونه پای ته ورسوي.


آوا: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې نوي حکومت په چټکۍ سره په افغانستان کې امنیت تامین کړی او د سولې او ثبات پر لور یې حرکت پیل کړی دی.
 
هغه زیاته کړه: اوس دا د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا مسوولیت دی چې د ټولو یو اړخیزو اقتصادي بندیزونو په لیرې کولو سره د افغانانو د درد او رنځ په کمولو کې خپله ونډه واخلي او په دې توګه بانکي او اقتصادي سکټور ته د ښه فعالیت اجازه ورکړي.
 
بلخي دغه راز له امریکا وغوښتل چې د افغانستان غصب شوې شتمنۍ دې خوشې کړي او له اسلامي هېوادونو او د نړۍ له نورو هېوادونو یې وغوښتل چې د اسلامي امارت موقت حکومت په رسمیت وپېژني.
 
د طالبانو دغه ویاند ویلي: که په رښتیا د داسې افغانستان په لټه کې وي چې د سولې، ثبات او سوکالۍ په برخه کې له خپل ټول توان څخه کار واخلي، باید اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.
 
نوموړي له "امریکا غږ" سره په خبرو کې پر افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو په اړه د نړیوالو انتقادونه رد کړل او ادعا یې وکړه چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ او مدني آزادیو پر وړاندې کوم جبر نه دی شوی.
 
بلخي څرګنده کړه، لکه څنګه چې موږ د نورو په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوو، له نورو هېوادونو هم غواړو چې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د هغو خلکو درناوی وکړي چې له لسيزو د بهرنيو تپل شويو نسخو له برکته د هېواد د وضعيت د ښه والي لپاره هڅې کوي.
 


د مطلب کود: 257183

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/257183/امریکا-باید-د-اقتصادي-بندیزونو-په-لرې-کولو-سره-افغانانو-کړاو-پای-ته-ورسوي

آوا
  https://www.avapress.com