افغان غږ خبری آژانس - کابل: د هوا پېژندنې ادارې په خپله فیسبوک پاڼه کې یو خبر خپور کړی چې نن، پنجشنبه، د اسد ۲۰ او سبا په بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو د راوتلو امکان شته. ننګرهار، پنجشیر، پروان، کاپیسا، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، بامیان، دایکندي، غزني، زابل او کندهار شته.
د هوا پېژندنې ادارې په بېلا بېلو ځايونو کې له ۱۰ تر ۴۰ ملي مترو پورې د باران اټکل کړی دی.
دغه راز دغه رياست په هرات، فراه، نيمروز، هلمند، کندهار او بلخ ولايتونو کې هم د يخنۍ د ورښتونو احتمال څرګند کړى دى.
د هوا پېژندنې ادارې په دغو ولایتونو کې د باد سرعت په ساعت کې له ۲۰ تر ۷۵ کیلومترو اټکل کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.